اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي حکومت د کاروبار ودې له ښه چاپيريال پېدا كولو او نړيوالې م??ډۍ كښې د مسابقت جوګه د هېواد دننه مصنوعات جوړولو لپاره د ټولو ممكنه ګامونه پورته كولو عزم لري۔ وزيراعظم دا خبرې د آل پاكستان ټېكسټائل ملز اېسوسي اېشن (آپټما) پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې م??اقات كړې۔ د خزانې وزیر اسحاق ډ??ر، د تجارت وزیر پروېز ملك، د وزیرعظم مرستيالان هارون اختر او مفتاح اسماعیل او او د اړوند وزارتونو سينئ?? چارواكي هم په دې م??قع موجود وو۔پلاوي د وزیراعظم په برآمدي پې??ج د نظر ثانۍ او په اضافې د دوي مننه وكړه چې م??صد ېې ټوله نړۍ كښې د روايتي او غېر روايتي ماركيټونو لټون لپاره برآمد كوٶنكو ته آسانۍ وركول دي۔ پلاوي هېواد كښې په خاص توګه صنعتي مصرف كوٶنكو لپاره د توان تحفظ باوري كولو لپاره د حكومتي هڅو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د حکومت د دې عزم پخلې ??كړو چې حکومت د کاروبار ودې له ښه چاپيريال پېدا كولو او نړيوالې م??ډۍ كښې د زيات مسابقت جوړولو لپاره د پاليسي اقدامات پشمول ټول ممكنه ګامونو به روان ساتلې شي۔ پلاوي په برآمدات كښې اضافې او د دغې په نتيجه كښې په هېواد كښې په تجارتي زيان كښې كمې راوستو لپاره بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړه۔ د وړاندېزونو په ځواب وزیراعظم ووئيل حكومت په هر ھغه تجويز كار كولو له چمتو دے چې ورسره برآمداتو كښې واضح اضافه باوري كېدې شي او د كومې په نتيجه كښې چې تجارتي زيان كښې كمې او روزګار كښې د زياتوالي ګټه ترلاسه كېږي۔ وزیراعظم د تجارت وزير ته امر وكړو چې ھغه د برآمد كوٶنكو سره كېښني او ھغوي ته د عمل جوګه كوټلي سفارشات وړاندي كړي