اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ??ئيلي دي د پاکستان او روسيې ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته په دوه اړخيزه اړيكو كښې استحكام ??لو ګامونه دي ٬ حکومت د توان بېلو ذريعو پلو پام ګرځول او د هېواد د توان حاجتونه ترسره كولو عزم لري ۔وزيراعظم دا خبره د روسيې د فېډرېشن د توان نائب وزير يوري پي سنټيورن سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم دفتر كښې خپل پلاوي سره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره وليدل۔ وزیراعظم د توان وزارت سره د روسيې د پلاوې ستائنه كولو سره هيله څړګنده كړه چې د انفراسټركچر وده٬ د توان او مواصلات په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه امكاناتو په اړه د بېلا بېلو وزارتونو لخوا د بريفنګ په تناظر كښې به د پلاوي دوره ډېره ګټوره ثابت شي ۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان اقتصادي منظر نامه د تېرو څلورو كالو په مهال بيخي بدله شوې او په نړيواله كچه ئې اعتراف كېږي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ??وئيل نېغه په نېغه خارجي سرمايه كار راغب كولو لپاره سازګار كاروباري ماحول جوړولو لپاره جامع ډهانچه وركولو لپاره د سرمايه كارۍ پاليسي ??ضع كړې شوې ده ۔ د برېښنا انچارج وزير اوېس لغاري، د پټروليم دوهم وزير جام ??مال خان او پاكستان كښې د روسيې سفير الېکسي ??ائے دیدوف هم د ملاقات په مهال موجود وو۔ دې څخه وروستو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان او روسيې ترمېنځه د ګاز لوظنامې لاسليك كولو په دستوره كښې هم ګډون وكړو۔