اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په هېواد كښې د سموګ او د موسمي حالاتو څخه د پېدا شوي صورتحال مخنيوي لپاره د اړوند څانګو ترمېنځه د پراخا رابطې او ??ېشګي منصوبه بندۍ په ضرورت ټېنګار كړے۔ ده دا خبره د نهې پھ ورځ پھ وزیراعظم هاؤس كښې د برېښنا پیداوار او ??ه هېواد كښې د دې د طلب او رسد صورتحال جاج اخستنې غونډې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ د توان وزیر سر??ار اویس احمد خان لغاری، د برېښنا او ??ټرولیم ډویژنو سيكتران او اړوند سینئر چارواكې هم په غونډه كښې موجود و??۔ وزیراعظم ته د برېښنا اوسنې تعطل په اړه ووئيل شول د كوم له امله چې جنوبی پنجاب، بره سندھ او د هېواد نورې برخې ځپلې شوې دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د وخت څخه وړاندې سموګ غیر معمولی دے او د خشك موسم په وجه د روان پاتې كيدو امكان لري چې په نتيجه كښې ئې ??را??سمیشن لائنونه ټرپنګ كېږي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د اوبو كمبوت هم د پن برېښنا د کم پیداوار سبب ګرځي ،په 27 اکتوبر هائیډل پیداوار 2167 میګاواټه و كوم چې تير كال په دې ورځ 3088 میګاواټه ؤ۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې سموګ او ??ېواد كښې د موسمی حالات څخه د پيدا شوي چیلنج مخنيوي له هڅې كوو۔ په دې تناظر كښې غونډې ته ووئيل شول چې د پوهانو يوه ډله د بیجنګ ??را??سمیشن ماډل جاج اخستلو له چین ته لېږل شوې دغسې چې د سموګ له امله ځپل شويو سيمو كښې مؤثره اقدامات وكړې شي۔ وزیراعظم د كوم هم بيړي صورتحال مخنيوي له د اړوند محكمو ترمينځه د پراخه رابطې او ??ړاندې څخه د منصوبه بندۍ په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم په بلوچستان كښې ټیوب ویلې په سولر برېښنا د چلولو په اړه د پیشرفت څخه خبر كړې شو۔ وزیراعظم منصوبې ته زر تر زره حتمی شکل وركولو په حاجت زور راوړو دغسې چې د لوئې خسارې څخه بچ كړې شو۔ ده اے ای ډی بی ته سپارښتنه وكړه چې يو کنسپټ پیپر دې وضع کړې شي۔ وزیراعظم د بيلو وسائلو څخه د برېښنا ترلاسه كولو واضح هدف سره د اوږدې مودې پاور سیکټر پروګرام په حاجت هم زور راوړو