اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ له پكار دي چې د پاكستان په حقله خپل ټوېټ بېرته واخلي او بخښنه ??غواړي٬د امريكائي مشرتابه د ټوېټ نه ??روستو د پاكستان حكومت په زړه پورې غبرګون څرګند كړې٬په بېلو فورمونو داسې ټوېټ آحمقانه ګرځول شوي٬عمران خان له پكار دي چې د پارلمان په ضد په خپلو توهين آمېزو ټكو بخښنه ??غواړي۔ده تېره ورځ په ??و شخصي ټي وي چينل پروګرام كښې خبرې كولې۔وزيراعظم ووئيل آئين د رائے څرګندولو حق وركوي او څوك د دې حق څخه محرومېدې نه شي خو څه چې عمران خان د پارلمان په حقله وئېلي هغه سم نه دي۔وزيراعظم ووئيل بل خوا پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف د عدليه پريكړی په حقله د خپلو رايو څرګندونه ??وي كوم چې د هغه آئين حق دے خو هغه كومې ادارې ته كنځل نه دي كړې۔ده ووئيل په ??ورو هېوادونو كښې جمهوري نظام مخ په ??ړاندې تللې او په ??اكستان كښې لا تراوسه دا نظام وده مومي چې پكښې مختلف ادارو له خپل محسوس كردار او حق ادا كول وي٬ده ووئېل ك?? په ??اكستان كښې د جمهوري عمل تسلسل په ځاې پاتې شو نو داسې به نه ??ېدل څه چې كېږي۔ده ووئيل نواز شريف هم غېر آئيني خبره نه ده كړې٬د آئين ترمخه اېسوسي اېشن جوړول د هر يو بنيادي حق دے۔ده ووئيل عدالتونه د مقدمې د پريكړې اختيار لري٬د پخواني وزيراعظم په ضد په ??ريكړه عملدرآمد شوې خو اولس دغه قبوله نه ??ړه او نه به تاريخ دغه قبوله كړي۔ده د ذوالفقارعلي بهټو د مقدمې حواله وركولو سره ووئيل داسې ډېرې پريكرې شته كومې چې قبولې نه ??ړې شوې٬د بهټو په ??يس كښې دوو ججانو اعتراف كړے چې هغوي د دباؤ ترمخه پريكړه كړې۔وزيراعظم ووئيل د پانامه په ??يس كښې د اپيل ك??لو حق ورنه ??ړې شو خو داسې پريكړې مثال نه شي جوړېدې او په دې به بحث روان وي ۔د زينب كيس په حقله وزيراعظم ووئيل مونږ د قصور د اولس په غم دړد پوهېږو خو د يو هېواد قانون هم د سرعام پهانسۍ اجازه نه ??ركوي۔ده ووئيل د آئين او قانون نه چاته د تجاوز كولو اجازه نشته٬پارلمان يوازنې فورم دے كوم چې قانون سازي كولې شي٬په حكومت د تنقيد په حقله وزيراعظم ووئيل دا كوم نوې څيز نه دے٬حكومت كوونكې خلق عمر له د تنقيد سره مخ وي۔وزيراعظم ووئيل د زينب پېښه ډېره درد ناكه وه خو د بده مرغه سياستمدارو په ??و كريمينل مسئله هم سياست وكړو۔ده ووئيل د مقدمې په تفتيش كښې زه د پنجاب حكومت په ??رمختګ اطمينان لرم٬د مجرم نيولو له هڅې روانې دي او حكومت د مجرم قانون سره مخ كولو له ز?? تر زره هيله لري۔ده ووئيل د امريكې او برتانيې غوندې پرمختګ كړو هېوادونو كښې هم داسې پیښې رامخې ته كېږي او د شته آسانيو او هلو ځلو باوجود هلته هم د داسې مجرمانو په ??يولو كښې وخت لګي۔وزيراعظم ووئيل پوليس فورس د دغې سره سره د دهرنو او د امن او امان چارو مخ نيوي له هم كار كوي او صوبائي چارې عمر له صوبائي حكومتونه ترسره كوي د كومو چې آئين څرګند وضاحت كړې ۔بلوجستان كښې د حكومت بدلېدو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل سياسي بحران ځي راځي خو دغه كه په صوبائي كچه وي يا پھ مركزي په جمهوري انداز ترسره كول پكار دي۔ده ووئيل د صوبائي اسمبلۍ د ټاكلو غړو د جمهوري حق نه انكار نشي كېدې خو څه چې هغوي وكړل د دغې منفي آغېز رامخې ته كېدې شي۔د قامي ايئر لائن د نجكارۍ په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل دا عمل د 2002 نه راروان دے٬د پي آئي اے 450 اربه روپۍ خساره د نورو زيانونو نه ځانله يوه وه۔ده ووئيل د مسئلې حل ك??ل زما ذمه واري ده او په دې كښې د ملازمانو د حقونو تحفظ كولې شي ٬ ده ووئېل ك?? زمونږ حكومت په دې عمل ونه ??ړو نو راتلونكې حكومت به دا عمل روان ساتي ځكه چې هېواد د داسې خسارې متحمل كېدې نشي۔د هندي دړكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل په شخړيز كشمير كښې د آزادۍ پاسون هلو ځلو څخه هند يرېدلې او هغوي د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو نه د نړيوالې ورورولۍ پام اړول غواړي۔ده ووئيل د ګاونډيانو هېوادونو سره د خبرو اترو عمل تر بنيادي مسائلو لرې كولو ممكن نه دے۔د خبرو اترو عمل په سنجيدګۍ پكار دے د كوم فشار ترمخه نه۔د افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د 30 لكه نه زياتو افغان كډوالو كوربتوب كړې او دا پیټی مونږ د افغان مسئلې حل ك??لو له ز??ملې۔ده زور راوړو چې نړۍ او افغانستان له د دې ستائنه ??كار ده۔ده د دې عزم پڅلے وكړو چې په ??اكستان د افغانستان دننه د بريدونو تور نه شي لګېدې٬د افغان كډوالو هېواد ته ستنېدل د افغانستان كورنيو مسئلو حل ك??لو سره تعلق لري كوم چې په ديانتدارۍ حل ك??ل پكار دي۔په ??اك افغان پوله د خاردار تار لګولو په حقله وزيراعظم ووئيل دا عمل به روان وي٬جنګ د افغانستان د مسئلې حل نه دے۔مسئله د افغان قيادت په خپلو لاسو كښې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔ده ووئيل پاكستان او نور هېوادونه د سهولت كار په توګه كردار ترسره كولې شي