اسلام آباد 15 فروري(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان د سرمايه كارۍ موقعې لري٬ د حكومت د غوره قانون سازۍ د لارې دا موقعې لا بهترې كړې شوي٬ مونږ به خوشحاله شو كه زمونږ ورور هېواد تركيې څخه سوداګر او صنعتكار دې موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د تركيې سفير احسان مصطفٰې يوراداقل په مشرۍ كښې د پاك ترك بزنس فورم پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پاكستان او تركيې سرمايه كارو س??ه لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د غېر معمولي نوعيت دي چې مثال ئې د خارجه اړيكو په نړۍ كښې ګران دے۔ ده و??ئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېل?? څانګو كښې تجارت او س??مايه كارۍ كښې زياتوالي ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د سوداګرو٬ صنعتكارو او س??مايه كارو د پلاويو تګ راتګ ضروري دے۔ اولس مشر ووئيل پاکستان او ترکیه د تاریخ ، كلتور او د عقيدې په مضبوطو خپلوليو تړلې دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د صنعت او تجارت پشمول په نور?? څانګو كښې مرسته خوشبينه ده٬ ده و??ئېل پاکستان به په دې لړ كښې د هر اقدام په زړه پورې هركلې كوي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د ډېرو موجودو موقعو څخه تر اوسه استفاده نه ده كړې شوې٬ دې لپاره ضروري ده چې د تركيې سرمايه كار د توان او فوډ پروسېسنګ پشمول نور?? څانګو كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه و??ړي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه و??ړه چې په پاكستان كښې سرمايه كاري كوٶنكې د تركيې ادارې د پاكستان د انجينئرانو او كارمندانو د تربيې خاص اهتمام كوي او نورې تربيې له ئې تركيې ته لېږي د كومې چې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي۔ اولس مشر ممنون حېسن ووئيل د صحت او د داروګانو جوړولو په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه ام??ان??ت شته كومو څخه چې دواړه هېوادونه ګټه پورته كولې شي