اسلام آباد23 مارچ (اے پی پی)د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل وئېلي دي چې چوهدري نثار د ه??وا?? يو تجربه كار سياستمدار دې٬د هغه د پاكستان مسلم ليګ(ن)سره د اوږدې مودې تړون لري۔د جمعې پھ ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئ??ل چې چوهدري نثار په موجو??ه سياسي صورتحال كښې بېل تصورات لري او هغه د خپل ګوند امېج ته د زيان رسولو سوچ هم نه لري۔د ه??وا?? په معيشت كښې په ناڅاپي بدلونو??و تبصره كولو سره ده ووئ??ل چې محمد نواز شريف د نااهل كېدو پريكړې نه وروستو پاكستان په سياسي او اقتصادي محاذ بح??ان سره مخ شوې۔ده ووئ??ل چې محمد نواز شريف د عدالت عظمٰی پريكړې نه وروستو په سمدستي توګه د وزارت عظمٰی كرسۍ پرېښودلې ځكه چې زمونږ ګوند د عدالتونو احترام كونكې ګوند دې۔د پخواني خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار د پوزېشن دفاع كولو سره ده ووئ??ل چې اسحاق ډار د مينځنۍ آسيا رياستونو كنفرنس كښې د ګډون نه وروستو دبئي ته لاړو او بيا د خپل علاج لپاره هغه د دبئ نه لندن ته لاړو۔