اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) سع??دی عربستان كښې د جدې ٬ مکې ٬ مدینې او جوړيدونكې شاہ خالد اقتصادی ښ??ر ترمينځه جدیدې اسانۍ ??رونكې حرمېن ایکسپرېس ټرین پروژه به سږ كال آپرېشنل شي۔ د سع??دی د ټرانسپورټ وزارت وياند بغدادي د ایسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان’’اے پی پی‘‘ ايم ډي مسعود ملك په مشرۍ كښې د پاکستان میډیا پلاوي ته بریفنګ كښې ووئيل د ټرین څخه به د نورو مسافرو سره سره ګڼ حج كوونكې ه?? مستفید كېږي،ټرین سره به د جدې او مدینې هوائي ميدانونه او ځائې میټرو سټېشنې هم وتړلې شي چې ورسره به هېواد كښې سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي، په دې ك??ې به ایګزیکټو او اکانومی کلاس اسانۍ ??م وي چې پكښې به جدید کچن٬ وائے فائے او ټی وی شامل وي۔ هغه ووئيل دا ټرین به څه موده پس د سع??دی عربستان نورو سيمو كښې هم آپريېشنل شي۔ هغه ووئيل نوې ټرین سروس به جدید امنيتي انتظامات هم لري دغسې چې د مسافرو حفاظت باورې ك??ې شي۔وياند ووئيل ټولو سټېشنو جوړولو كښې نړيوال معی??ر ترنظره ساتلې شوي۔ جدید ترین ډیجیټل سکینګ ٬ د ټكټنګ او انفارمېشن سسټم به د مسافرو اسانيو لپاره موجود وي۔ د پاکستان د میډیا پلاوي د دې جدید پروژې څارنه هم وكړه۔