اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د دف??ع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده دا خبرې د تاجكستان په پ??يه تخت دوشنبې كښې د تاجكستان د دف??ع وزير جنرال شېر علي م??رزو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ دا ملاقات د ترهګري د مخ نيوي په اړه د نړيوال كنفرنس په موقع شوے۔ د دف??ع وزير ووئيل چې په داسې حال كښې د افغانستان په ګاونډ كښې دي٬ پاكستان او تاجكستان د سلامتيا چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي لار به د ګوادر څخه تر كاشغر او په تاجكستان كښې تر مورياب د روابطو زياتولو نوې او ځانګړې موقعې پېدا كړي۔ خرم دستګير ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دف??عي مرستې لپاره موقعې لټول كېدے شي ځكه چې د پاكستان په دف??عي صنعتونو او د معياري مصنوعاتو په پېداوار كښې بهتري او جدت راغلې۔ وفاقي وزير د خفيه اطلاعاتو په بنياد د مرستې او د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پوځي مرستې د تبادلو وړاندېز ??كړ??۔ وفاقي وزير په دې كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي ??كړ?? كوم چې د مئي په 3مه او 4مه نېټه په دوشنبې كښې وشو۔ د دې كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو په مرسته كړے و۔ د دوشنبې كنفرنس په موقع وفاقي وزير خرم دستګير سره د ترهګرې مخ نيوي په اړه د ملګرو ملتونو چارواكي جنرال ولادي م??ر ورنكوف هم ملاقات ??كړ??۔